رویټرز راپور ورکړی، چې عراقي امنیتي ځواکونو د یکشنبې په سهار وختي ځینې سیاستوال، د پارلمان غړي او لوړپوړي دولتي چارواکي نیولي دي.
امنیتي او قضايي سرچینو دا ګام د فساد ضد د هغې پراخې لړۍ پیل بللی، چې امر یې لومړي وزیر، علي الزیدي کړی دی.
امنیتي سرچینو ویلي، چې د ترهګرۍ ضد ایلیټ ځواک قطعو د یکشنبې ورځ د بغداد په ګرین زون کې د سیاستوالو او لوړپوړو چارواکو پر استوګنځایونو عملیات کړي او څو تنه یې نیولي دي.
دغو سرچینو د موضوع د حساسیت او له رسنیو سره د مرکې د رسمي اجازې د نه لرلو له امله، د خپلو نومونو له څرګندولو ډډه کړې.
سرچینو دغه راز د نیول شویو وکیلانو او سیاستوالو د هویت په تړاو هم څه نهدي ویلي.


