فرانسوي رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد د نانسي ښار اړوند ټومبلین سیمه کې د روزنیزې الوتنې پرمهال یوه الوتکه لوېدلې، چې له امله یې ۱۱ کسان وژل شوي دي.
سرچینو زیاته کړې، چې په وژل شویو کسانو کې یو پیلوټ، پنځه روزونکي او پنځه زدهکوونکي شامل دي.
ځایي چارواکو د الوتکې د لوېدو د لامل په اړه څه نهدي ویلي.


