عرب اقتصادي سلاکار او سياسي شنونکي، فواد کوثر واک ته د افغان حکومت له رسېدو وروسته د افغانستان د بانکونو د اصلاح په برخه کې شوې هڅې‌ بې ساري ګڼلي او په وينا یې افغان حکومت ټول بانکونه له سود څخه اسلامي مالي سیستم ته واړول.

نوموړي ویلي، سره له دې چې افغانستان په کور دننه دا بدلون بریالی کړ، خو نور اسلامي هېوادونه لا هم نه دي توانېدلي چې یو ګډ او قوي اقتصادي نظام جوړ کړي.

نوموړي په پای کې ټینګار کړی، چې سیاسي اراده کولی شي کورني بدلونونه راولي، خو د یو پیاوړي اسلامي نړیوال اقتصاد لپاره د اسلامي هېوادونو ترمنځ یووالی او بنسټیز اصلاحات اړین دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version