په عمان کې د افغانستان د سفارت سرپرست، حافظ عمر د عمان د بهرنیو چارو وزارت په جوړه شوې شپږمه کلنۍ غونډه کې ګډون کړی.
په عمان کې د افغانستان سفارت ویلي، چې په دې غونډه کې د عمان د بهرنیو چارو وزیر سربېره په کوربه هېواد کې د مېشتو استازولیو او نړیوالو سازمانونو مشرانو ګډون درلود.
په دې غونډه کې د عمان د بهرني سیاست، سوداګرۍ، ټکنالوژۍ او نورو مهمو برخو په اړه تفصیلي خبرې شوې دي.
