د پاکستان يوې محکمې نن د ۱۹۰ میلیونه پونډو د فساد قضیې اړوند د تحریک انصاف ګوند مشر او د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان پر ۱۴ کاله بند او د هغه مېرمن بشرا بي بي په اوه کاله بند سزا محکومه کړه.

دغه پرېکړه د ناصر جاوېد رانا په نامه د یوه قاضي له‌خوا د اډیاله زندان دننه واورول شوه، او د راپور له مخې، عمران خان د دغې پرېکړې د اورېدو لپاره د یاد زندان یوې بلې برخې ته لېږدول شوی و او د هغه مېرمن بشرا بي بي هم په دغه ځای کې حاضره وه.

د محکمې د پرېکړې له مخې عمران خان بايد د ۱۴ کاله بند تر څنګ باید یو میلیون پاکستانۍ روپۍ او د هغه مېرمن بشری بي بي د اوو کلونو بند تر څنګ پنځه لکه پاکستانۍ کلدارې جریمه هم پرې کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version