امریکایي رسنیو راپور ورکړی چې سلګونه هغه افغانان چې په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو له تېښتې وروسته عیسویت ته اوښتي، اوس له امریکا د ایستلو له ګواښ سره مخامخ دي.

د راپورونو له مخې دغه چاره به نږدې ۹ زره افغانان، چې دا مهال په قانوني ډول په امریکا کې ژوند کوي او د کډوالۍ د ځانګړو ویزو د دوسیو د څېړنې په طمعه دي، اغېزمن کړي.

فاکس نیوز امریکایي رسنۍ راپور ورکړی چې سلګونه افغان عیسویان هم په دغه ډله کې شامل دي، چې ډېر یې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته عیسویت ته اوښتي دي.

یاده دې وي چې تر دې وړاندې امریکایي رسنیو راپور ورکړی و، چې هغه افغانان چې د جمهوريت له پرځېدو وروسته له امريکايي ځواکونو سره امريکا ته تښتېدلي وو، باید د یوې اوونۍ په ترڅ کې له دغه هېواده ووځي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version