هندوکش‌غږ ته ځایي سرچینې وایي، پاکستاني پوځیانو نن سهار د خیبر ولایت د باړې ولسوالۍ په تیراه میدان سیمه کې د عامو خلکو پر یوې میلې ډرون برید کړی، چې له امله یې ګڼ شمېر ماشومان ټپیان شوي دي.

اخوا د پاکستاني طالبانو غورځنګ د پېښې له قربانیانو سره خواخوږي ښودلې، او دا برید یې یو ظالمانه عمل بللی دی.

یاد غورځنګ دغه راز ټپیانو ته د عاجلې شفاء غوښتنه کړې او هیله یې څرګنده کړې چې د پاکستاني پوځ له خوا ولس ته پېښ ګواښونه ژر پای ومومي.

د یادونې وړ ده، چې د پاکستان پوځ تر دې وړاندې هم د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې په جګړو کې له ماتې وروسته پر عامو خلکو هوایي بریدونه کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version