طه حسن

په دې وروستیو کې د ناټو پارټنران او په افغانستان کې ایکسپایر او منفورې څېرې وخت نا وخت رسنیز مانورونه اجرا کوي او خپل خیالي خوبونه اوبو ته تېروي.

تېر کال د دوی له ډلې یوه ویلي و باره شه سپوټونه وکړﺉ موږ راګرځو، دا خبره یې دومره مسخره شوه چې بیا یې حتی توجیه نشوه کړای، له شرمه د رسنیو مخې ته تر ډېره نه راتلل. ولس پوهیږي چې میدان ګټل غر ایمان او راسخه عقیده غواړي چې دوی یې نه لري، مبارزې او سرښندنې د لویو لویو قربانیو منل دي، په فیسبوکي غوغا څوک انقلابونه نشي راوستلی.

هغه جنرالان چې د بلک واټر او انګلستان د اجورتي قاتلو کمپنیو تصدیقونه او ستاینلیکونه ولري هغوی ښکاره د دې ملت قصابان دي، اوس بیا دغه قصابان د کوم ملت ژغورولو داعیه مخ ته وړي؟ دې ولس ته له چا نجات ورکوي؟ولس خو هغه وخت ژغورلو ته اړتیا لرله چې صفري قطعاتو په خواږه خوب په شهادت رسول، بسته کورنۍ به یې له چړو ایستل، آن د ماشومانو پر مخ به یې بې رحمه برچې ښخې کړي وې، دې ملت به د اعتراض په ډول هغه جسدونه چې ښځې، ماشومان، سپین ږیري او ځوانان کمبلو کې تاو کړي د دوی په وینو لژند جنازې به یې د ارګ او دولتي ادارو مخ ته راوړې، فریادونه به یې کول چې ولې موږ په دومره بېوزلۍ وژل کیږو؟ هیڅ جنرال به د غوږ خوزولو جرئت نه لره، آن ولسمشر کرزي به خپل ګرېوان وڅیره، په ټول مظلومیت به یې د ناټو له سپیو ژړل خو ژړا یې د ملت وینې ونه درولې.

دا جنرالان چېرې ول؟اوس چې له کوم نایټ کلب راووځي، د شرابو نیشه کې نارې وهي موږ افغانستان ته ځو ملت ازادوو، دوی ملت له چا ازادوي؟اوس خو ولس ازاد دی، د پنځوس هیوادونو په ګروګان کې لوېدلی ملت یې ولې هغه وخت نه ازاداوه چې دوی اسیران ول ؟دوی باید لږ تر لږه د ازادۍ او اشغال ادبیاتو مفاهیم زده کړي او دوی ته دې وویل شي چې ازاد ملت څوک نه ازادوي.او دوی ته دي وویل شي چې ملت ژغورل شوی یو چا پرې د رحم سیوری غوړولی او نه غواړي چې دا سیوری یې له سره لیرې شي.

دا ازادي نه ده چې له چا دې د سر سیوري اسره واخېستل شي او دوی دې بې اسرې او بې تمنا په لویې ویروونکي صحرا کې د لېوانو او بلاګانو ترمنځ ایله شي.ددې ولس ګرېوان ته اورشیدونکي د دې ولس ناجیان نه دي او ولس به د دغسې درنده ګانو داړې او منګولې ماتې کړي لکه څنګه یې چې ماتې کړې.

موږ پوهېږو چې نېشه کې انسانان اپلتې غږوي او روږدي انسانان ناروغان وي، دغسې غیر نورمال خلک آن قانون هم بښي، ګنې نورمال خلک دومره بې تفاوته او بې مسولیته نه غږیږي. نورمال انسانان ګودر ګوري بیا پرې ورګډیږي، خو خوشحال او سمیع سادات بېچاره ګان هسې را ګډ دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version