د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت وایي، د غور ولایت اړوند د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت مسؤولینو په یاد ولایت کې د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې د نشه‌یي توکو د پروسس او تولید څو لویې کارخانې په بشپړ ډول تخریب او سوځولې دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دغو کارخونو کې ۵۳۸۱۰ کیلو ګرامه ومان، ۱۳۱۵ کیلو ګرامه سودو او ۴۰ لیتره تېزاب هم له‌منځه وړل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت دغه راز ویلي چې، د یادو کارخونو په تړاو ۱۷ کسان هم نیول شوي، چې له څېړنیو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونوته وسپارل شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version