فاکس‌نیوز خبري شبکې راپور ورکړی، چې د امریکا د مرستیال ولسمشر، جی‌ډي ونس، پر کور برید شوی دی.

د راپور له مخې، پېښه نن دوشنبه د اوهایو ایالت په سینسیناتي ښار کې رامنځته شوې.

راپور زیاتوي، چې یو کس د پېښې له ځایه د تښتېدو پر مهال نیول شوی دی.

ویل شوي، ونس د کرسمس او نوي کال د رخصتیو پر مهال سینسیناتي ته تللی و.

د راپورونو له مخې، بریدګر د ونس د کور یو شمېر کړکۍ ماتې کړي؛ خو دا چې نوموړی د پېښې په ځای و او که‌نه‌؛ په اړه یې څه نه‌دي ویل شوي.

د امریکا امنیتي ادارو ویلي، په دې اړه پلټنې روانې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version