تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی، چې ايراني استخباراتو يو کس پېژندلی او نيولی، چې د اسرائيلي رژيم استخباراتي ادارې «موساد» پورې یې تړاو درلود او د لاریون کوونکو په منځ کې یې په پټ ډول فعالیت کاو.

نوموړي کس د خپلو اعترافونو په یوه برخه کې د جذب، روزنې او له موساد سره د تړلو کسانو سره د اړیکو د څرنګوالي یادونه کړې ده.

هغه زياته کړې، چې په ټولنیزو شبکو لکه انسټاګرام او ټیلیګرام کې به یې هغه کسان پېژندل چې فعالیت او لایکونه یې لرل او وروسته به یې هغوی ته کلک ملاتړ ورکوه او لا فعاليت ته به یې هڅول.

نوموړي زياته کړې، چې د اسرائيلي رژيم له استخباراتو څخه یې مستقيم لارښوونه اخيسته.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version