ستره محکمه په يوه خبرپاڼه کې وايي چې د يادې محکمې اړوند د فراه ولايت د مرافعه محکمې د مسؤولينو په ډېرو هڅو، او د علماء کرامو او سپين ږېرو په منځګړيتوب د عمدي قتل له امله رامنځته شوې موضوع حل او فصل شوه.

د سرچينې په خبره فراه ولايت کې د عمدي قتل له پېښېدو وروسته ياده موضوع د ښاري ابتدائيه محکمې لخوا وڅېړل شوه، یادې محکمې د قاتلانو له ډلې یو تن پر قصاص او یوه ښځه پر شل کاله تنفيذي بند محکومه کړه او یاده پرېکړه د مرافعه محکمې لخوا هم تائيد شوه.

خو؛ وروسته د مرافعه محکمې د جزا دېوان قضائي پلاوي له لوري د یادې قضیې جانبين سولې ته ترغيب شول، او هغوی هم سولې ته لېوالتيا وښوده او د قتل کوونکو لخوا هر مدعي ته دیت ورکړل شو.

خبرپاڼه زياتوي چې په پای کې ياده سوله د مرافعه محکمې لخوا تائيد او موضوع رسماً پای ته ورسېده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version