ورځ او نېټه: دوشنبه۱۴۴۶/۱۰/۱۶ ھ ق.
- [ ] افغانستان:
۱_پنجشېر کې د ۲۰ ميليونه ډالرو په ارزښت د برېښنا بند جوړېږي.
۲_د پرځېدلي جمهوريت پر مهال د پنجشېر د ولايتي شوری رئيس پنجشېر ته راستون شوی.
۳_پرون يکشنبه هېواد ته راستنو شويو ۹۷۷ کډوالو کورنيو ته اړين خدمات وړاندې شوي دي.
۴_ځانګړو ځواکونو کابل کې د انسان تښتوونکو يو خطرناک بانډ نيولی.
۵_ارګ: د کابینې په ۱۹مه غونډه کې راستنو شويو کډوالو ته د ځمکو وېش لړۍ پر چټکتيا بحث وشو.
۶_فطرت: پاکستان دې خپل کورني مسائل په کور دننه حل کړي او د خپلو ناکامیو پړه دې پر افغانستان نه اچوي.
- [ ] سیمه:
۱_ځایي سرچینې: بلوڅ بېلتون پالو د بلوچستان په قلات کې د پاکستاني پولیسو مرکز نيولی.
۲_تیرا کې پر پوځي کاروان د پاکستاني طالبانو په بمي برید کې ۶ پوځیان هلاک شوي.
- [ ] منځنی ختیځ:
۱_حماس غورځنګ: رفح ښار کې مو له چاودېدونکو توکو يو ډک کور الوځولی او اسرائيلي پوځيانو ته مو درنه مرګژوبله اړولې. - [ ] نړۍ:
۱_د مصر ولسمشر نن یکشنبه قطر او کویټ ته خپل سفر پیل کړ.
۲_یمن کې ۱۹مه پرمختللې بې پیلوټه امریکایي الوتکه را وغورځول شوه.
پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکشغږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ.