قطر د صهیونیستي اسرائیلو د داخلي استخباراتو ادارې (شاباک) هغه تورونه رد کړي، چې ګواکې دغه هېواد د اکتوبر اوومې په بریدونو کې له حماس سره مرسته کړې ده.

د قطر نړیوالو رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې صهیونیستي اسرائیل دا ډول څرګندونې د خپلو سیاسي موخو لپاره کوي.

قطر د صهیونیستي اسرائیلو دا تورونه د جګړې د اوږدولو هڅه بللې او ټینګار یې کړی، چې دوحه به د سولې لپاره خپلې ډیپلوماتیکې هڅې روانې وساتي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version