په قطر کې د افغانستان سفارت وايي، د ياد سفارت سرپرست محمد سهیل شاهین د فرانسې د سفارت له چارسمبالي فابریس سیباسټین سره کتلي او د افغانستان د اقتصادمحوره بهرنۍ تګلارې، روغتیایي خدمتونو، د راستنېدونکو اړتیاوو او دوه‌اړخیزو اړیکو په اړه یې خبرې کړې دي.

د افغانستان سفارت ویلي، چې ټاکل شوې دغه فرانسوي ډیپلوماټ په نږدې راتلونکي کې د نورو سلا مشورو لپاره کابل ته سفر وکړي.

همداراز سهیل شاهین د هالنډ د سفارت له سرپرستې لټیشیا وان اش سره هم جلا کتنه کړې او د ډیپلوماټیکو اړیکو، بشري مرستو او د راستنېدونکو د ستونزو په اړه خبرې کړې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version