د افغان حکومت چارواکو یو ځل بیا د افغانستان پر وړاندې د نړۍوالو بندیزونو د لرې کېدو غوښتنه کړې او ویلي یې دي، چې دغه محدودیتونه د تعامل او اقتصادي پرمختګ پر وړاندې خنډونه جوړوي.
په دوحه کې افغان سفير سهیل شاهین ویلي، د افغان حکومت پر مشرانو سفري بندیزونه او پر افغانستان نور محدودیتونه ناعادلانه دي او تر اوسه یې د ستونزو په حل کې کومه مثبته پایله نه ده لرلې.
نوموړي له نړۍوالې ټولنې غوښتي چې له افغانستان سره تعامل زیات او د بندیزونو د پای ته رسولو لپاره هڅې وکړي.


