ليکوال: عبدالله زاهد

د ۱۳۹۸ کال د حوت پر ۱۰ د امريکا متحده ايالاتو او د افغانستان اسلامي امارت تر منځ د افغانستان لپاره د سولې يو تړون لاسليک سو چې د دوحې/ د افغانستان لپاره د سولې تړون بلل کېږي، دغه تړون د افغانستان اسلامي امارت له طرفه ملا عبدالغني برادر او د امريکا متحده ايالاتو له طرفه د افغانستان لپاره د سولې استازي خليلزاد له طرفه لاسليک شو.

د دوحې د تړون سره سم امريکا خپل د پوځيانو شمېر د ۱۳۵ ورځو په موده کې له ۱۳ ديارلس زره څخه ۸۶۰۰ اته زره شپږ سوه ته را ټيټ کړ؛ او په ۱۴ څوارلس مياشتو کې امريکايي، ناټو او ائتلافي ځواکونه په بشپړه توګه د دې تړون په اساس له افغانستان څخه ووتل.د دوحې (افغانستان ته د سولې راوستلو) تړون له څلورو کليدي برخو څخه جوړ شوی:

۱ – هغه تضمینونه او د تنفیذ میکانیزمونه چې د هرې ډلې یا شخص لخوا د متحده ایالتونو او د هغوی د متحدینو د امنیت په خلاف د افغانستان د خاورې د کارولو څخه مخنیوی وکړي.

۲ – له افغانستان څخه د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره تضمینونه، د تنفیذ میکانیزمونه او د یوه مهالوېش اعلان.

۳- د نړیوالو شاهدانو په حضور کې د بهرنیو ځواکونو د بشپړ وتلو د تضمینونو او د مهالوېش تر اعلان وروسته او د نړیوالو شاهدانو په حضور کې د دې تضمینونو او اعلان سره چې د افغانستان خاوره به د متحده ایالتونو او د هغوی د متحدینو د امنیت په خلاف نه کارول کیږي؛ د افغانستان اسلامي امارت، چې متحده ايالتونه یې د دولت په توګه نه پېژني او د طالبانو په نوم یې پېژني، دوی به له افغان جهتونو سره پر«۱۵ د رجب/ ۱۴۴۱ھ ق»، «۲۰ / حوت / ۱۳۹۸ھ ش»، « ۱۰ / مارچ / ۲۰۲۰م» تاریخ بین الافغاني مذاکرات پیل کوي.

۴- دايمي او هر اړخیز اوربند به د بین الافغاني ډیالوګ او مذاکراتو په اجنډا کې یوه موضوع وي، د بین الافغاني مذاکراتو ګډونوال به د تطبیق د ګډو میکانیزمونو په شمول د یوه دایمي او هر اړخیز اوربند په نېټې او څرنګوالي بحث کوي او د افغانستان د راتلونکي سياسي نقشې له بشپړیدا او توافق سره به یې د یوې برخې په توګه اعلان کړي.

امريکايانو د خپلې ماتې تړون په دغه تاريخي ورځ(۱۳۹۸ حوت ۱۰) امضاء کړ او د دې تړون مطابق ټول يرغلګر د افغانستان له سپېڅلې خاورې څخه ووتل.لکه څنګه چې طالبان د جګړې په ډګر کې بريالي وه، د نړۍ سوپر طاقتونو سره په جګړه کې يې پرمختګونه ورځ تر بلې پر زياتېدو وه، د نړۍ ستر ځواکونه د پرمختللو وسلو سره بيا هم پر ګونډو کړې وه؛ همدغسي د طالبانو سياسي دفتر هم بريالی روان وو او د نړۍ سياسيون يې پر ګونډو کړه.

هغوی چې ويل يې د ملا و د سياست يې سره څه؟ د طالبانو دغې سياسي بريا ته حق حیران سوه، چې څنګه يې سياست کې نړۍ ته ماتې ورکړه.ياد ساتئ چې دغه سياسي بريا د اسلامي اصولو او د رب نصرت وو، د طالبانو د بريا راز د دوی اتحاد او د اسلامي اصولو مطابق جګړه او سياست کې وو، د طالبانو پر خپل دريځ کلک درېده وه؛ ټولې هغه غوښتنې چې طالبانو او افغان ولس درلودلې په امريکا او د هغوی په متحدينو يې ومنلې، دغه تړون د سولې نه بلکې د امريکا او متحدينو د ماتې او د افغانستان اسلامي امارت د بريا، د افغانانو د آزادۍ تړون وو.

ليکوال نظر محمد مطمئن په خپل گکتاب کې ليکي چې خليلزاد راته و ويل:«د امريکا د نظامي فشار تګلاره ناکامه ده، ټرمپ لېونی دی؛ موږ وېره لرو چې د افغانستان مسئله لا زياته خرابه نشي، ځکه اړينه ده چې دا مسئله ژر حل سي، ويل يې هسي نه چې ټرمپ ناڅاپي د ځواکونو د ايستلو اعلان وکړي»د امریکا جګپوړي جنرال په کلکه اعتراف وکړ چې متحده ایالاتونو په افغانستان کې شل کلنه جګړه له لاسه ورکړه، د امریکا د وسله والو ځواکونو لوی درستیز جنرال مارک میلي وویل: «دا موږ ټولو ته څرګنده ده چې په افغانستان کې جګړه په هغو شرایطو پای ته نه ده رسېدلې چې موږ یې غوښتل، په کابل کې د طالبانو په واکمنۍ سره.»ټيرني يو امريکايي جنرال وايي:« موږ په افغانستان کې ماتې وخوړه، هغه زياتوي چې د ټول ټال شل کلنې جګړې د ماتې پرته زموږ سره بله لار نه وه»فريسو ايم ايس سټيوين پخپله مقاله( We lost but who won the war in Afghanistan) کې ليکي چې موږ جګړه وبايلل خو د دې جګړې ناکامۍ اصلي وجه د افغانستان پر تېر غلام نظام زموږ تکيه وه.

رابرټ بروس اډولف ليکي: زموږ شل کاله زحمتونه، پيسې، قربانۍ او جګړه د دوحې په يوه تړون سره ټوله بې معنا سوه، وايي زموږ شل کلنه جګړه افغانستان کې ناکامه سوه.دا يې يو څو مثالونه وه چې دوی او نړيوال ټول اعتراف کوي چې امريکا افغانستان کې ماته سوه، د جګړې سربېره په سياسي ډګر کې د دوحې تړون ټول نړيوال مني چې د طالبانو د کاميابه سياست او د امريکا د ناکامه سياست يوه نمونه ده، ځکه طالبانو خپل ټول شرايط په دې تړون کې په امريکا منلي.

امريکايان نور دلته په هيڅ صورت د پاتې نه وه، خو د تګ سره يې غوښتل چې خپله ناکامي په دې تړون کې پټه کړي؛ اما د دوی دغه هڅه هم ناکامه سوه، له افغانستان څخه ووتل او د طالبانو ټولې غوښتنې يې هم ومنلې، ځکه له دې تړون وروسته امريکا او روسيې يوه ګډه اعلاميه خپره کړه چې د اوسني حالت، د رسميت نه پېژندلو او د دغه تړون څخه د امريکا او نړيوالو د سرغړونې اصل لامل دی؛ د امريکا او طالبانو د هوکړې تر لاسليک وروسته د مارچ پر شپږمه، امريکا او روسيې څرګنده کړه چې د امريکا او د افغانستان د اسلامي امارت تر منځ د سولې د هوکړې ملاتړ کوي خو بيا ځلي افغانستان کې د طالبانو امارت نه غواړي.

يادو هېوادونو ګډه اعلاميه خپره کړه چې ويلي يې وو:افغانستان کې د سولې ټينګښت، د جګړې د خاتمې په پار د افغان مشرانو، مدني فعالانو، افغان دولت او طالبانو سره کار ته ژمن دي، موږ د افغان دولت د سياسي او اقتصادي ملاتړ تر څنګ په نورو برخو کې هم دغه هېواد سره مرستو ته ژمن يو؛ خو نړيواله ټولنه او ملګري ملتونه اسلامي امارت په رسميت نه پېژني؛ همدارنګه نړيواله ټولنه د افغانستان اسلامي امارت بيا رامنځته کېدل نه غواړي، موږ له ټولو افغانانو څخه غواړو چې د متقابل اندېښنو د رفع کولو په هدف چې د بنديانو آزادول او د اوربند ټينګېدل دي، ژر تر ژره خبرو ته حاضر سي.

د روسيې او امريکا دغې ګډې اعلاميې او تړون کې د بين الافغاني خبرو او ګډ حکومت پر جوړولو د دوی د ټينګار او وېره يواځې او يواځې اسلامي نظام دی، ځکه افغانستان کې د امارت (اسلامي نظام) راتګ دوی د ځانو او د راتلونکو نسلونو لپاره خطر بولي، همدغسي شاوخوا همسايه ملکونه هم نه غواړي چې افغانستان کې اسلامي نظام قايم او دايمه سي، ځکه هغه وخت کې هم امريکا، پاکستان او د نړۍ نورو هېوادونو پوره هڅه وکړه چې طالبان په تېر غلام نظام کې ور ګډ سي، تر څو بريالي افغانستان ته داخل نسي، دا ځکه چې دوی له اسلامي نظام څخه وېره لري؛ ولي چې اسلامي نظام کې عدل دی، امنيت دی، سوله او پرمختګ دی، اتحاد او سوکالي ده چې دې هر څه ته په کتو شاوخوا هېوادونو کې نور مسلمانان هم بيا د اسلامي نظام غوښتنه کوي، د دوی ډيموکرات نظامونه خطر کې لوېږي.

د افغانستان راتلونکی نسل به په اسلامي مفکورې سمبال وي چې بيا به اسلامي مفکوره تر نړيوالو رسوي.بله وجه دا ده چې دلته د غرب او همسايه ملکونو د ګټو د خونديتوب لپاره به څوک نه وي، يواځې به د اسلام او د دې خاورې لپاره کار کېږي، دفترونو کې به رشوت، فساد ختمېږي او پردي جاسوسان به نظام کې نه وي چې د دوی ګټې خوندي کړي، همدا وجه ده چې امريکا د دوحې تړون ته ژمنه نه ده پاته سوې او د داعش خراسان روزنه د پاکستان په ذريعه کوي او بل طرف شمالي ټلوالې او زړو مفسدينو چارواکو سره پټ روابط ساتي.

د افغانستان او افغانانو پيسې يې کنګل کړي، رنګارنګ فشارونه واردوي او د دوحې تړون يې مات کړی ځکه دوی افغانستان کې اسلامي نظام نه غوښتی او نه يې غواړي؛ خو اسلامي نظام د دې ولس غوښتنه ده ځکه به همېشنی وي ان شاءالله او د دوی د هر شوم پلان د ناکامه کولو لپاره هم په نظامي بخش او هم سياسي بخش کې پوره ځيرک او زړور ځواک او مشران لرو.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version