قومندان ګل حیدر د شمال د جبهې یو له نوموتو قومندانانو څخه دی چې د احمدشاه مسعود یو نږدې او باوري جنګیالی و.

نوموړی په خپلو تازه څرګندونو کې مقاومت تش تبلیغاتي نوم ګڼي او وايي چې د مقاومت په نوم هیڅ نشته دا هسې د پیسو ګټلو او ټولولو یو تجارتي کاروبار دی.

نوموړی زیاتوي: د مقاومت په نوم هیڅ داسې کوم حرکت نشته، دا په غرونو کې د یو دوه کسانو لخوا د بیرغ پورته کول، ویډیو کول او بیا تېښته کول مقاومت نه دی دا شرم دی، عار دی او د بې همتۍ تر ټولو ټیټ کار دی.

نوموړی زیاتوي دا خلک د څو پیسو په خاطر یوه ویډیو ثبت کړي او بیا وتښتي، دا د پنجشیر د شریفو خلکو سره جفا کوي، د پنجشیر خلک مقاومت نه کوي دا د مسعود تر کورنۍ پورې تړلي خلک دي چې د پیسو د ګټلو په موخه یو سمبولیک حرکت وکړي یا تښتي او یا وژل کېږي.

دی وایي د ودود په نامه د مقاومت په نوم کس طالبانو وواژه او له جیب یې پنځوس زره ډالر ووتل، وايي چې ودود د احمدشاه مسعود د خور زوی و.

ودود د جبهې مالي مسول و، مالي په اول خط کې څه کوي چې ځي؟ دا د دې لپاره چې مسعود خلکو ته وښيي چې د دوی د کور غړي هم جګړه کوي خو ودود د جنګ لپاره نه و تللی، بلکې د ويډیو ډکولو لپاره ورغلی چې ټولې د چندې پیسې بیرته خپله غلا کړي.

ګل حیدر وايي چې د جبهې په نوم په بهر کې چندې کېږي او بیا دا پیسې افشا کېږي چې د جبهو مشرانو پرې په بهر کې کورونه او د کثافاتو چلولو موټر اخیستي وي.

قومندان حیدر په خپلو خبرو کې وايي چې کله له دوی پوښتنه کوم چې ولې جنګ ته خلک هڅوﺉ؟ نو دوی وایي چې د ناموس د ازادۍ لپاره جنګ ته خلک هڅوو.
ګل حیدر وايي چې زه ورته وایم چې ستاسې ورېرونه او خوریونه خو په کابل کې لوی لوی کاروبارونه لري هغوی ولې جنګ ته نه هڅوﺉ؟ خپل زامن مو چې سفاوتونو کې سفیران او سفارت کاران دي ولې جنګ ته نه راولئ؟

ګل حیدر وايي؛ تر ټولو لوی غل امرالله صالح دی او صالح د شش و نیم په نوم ډرامه جوړه کړه، د لېسې مریم د مخې دوکانونه یې ونړول او بیرته یې د رشوت په بدل کې غرفې کښېنولې، په زرګونه زره ډالر یې څنګ ته کړل.

نوموړی وايي: صالح د کوم مقاومت لافي وهي؟ وايي صالح که د مقاومت په معنی پوهېدای نو تیښتې ته به یې ترجیح نه ورکوله، یوه لوېشت ځمکه یې باید طالب ته نه وای ورکړې، ځان به یې پرې وژلی وای.

ګل حیدر زیاتوي؛ دا د پیسو معاملې دي؛ نه مقاومت شته، نه جنګ شته او نه د ناموس د ازادۍ دعوې شته؛ وايي چې صالح او مسعود دې باید له شرمه هم ونه غږېږې دوی چې په موقف کې وو خلکو ته یې غیر له شره خیر نه دی رسېدلی، خپل زامن او لوڼې یې و رسولې، په بهر کې یې پانګونې وکړې او دغو خلکو په وطن کې هیڅ نه درلودل اوس د جګړو میلونران دي.

ګل حیدر خپلو خلکو ته وایي چې خپل کار او غریبي وکړي او ارام ژوند دې وکړي، نه مقاومت شته، نه وسلواله مبارزه؛ دی وايي چې د ولسمشر لومړی مرستیال همدا صالح و، د دفاع وزیر همدا بسم الله خان و، ستر درستیز همدا ضیا و، د داخلې وزارت او استخبارات له همدې مفسدینو سره وو مګر هرڅه یې په سپین میدان پرېښودل او په تېښته بریالي شول او اوس د مقاومتونو نغارې غږوي.

ګل حیدر وايي؛ مقاومت هغه مهال شونی وي چې د چا په لاس کې خو یو لوېشت اراضي وجود ولري، دوی خو ټولو وطن پرېښوده په هلیکوپترو کې یې ځانونه د پیسو له بېکونو سره وایستل؛ دا خلک باید له شرمه ویلي شي خو د مقاومت ډرامې دې نه غږوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version