د سرپرست حکومت مخالفې ډلې په سیاسي او ټولنیزو ډګرونو کې له ماتې خوړلو وروسته، هڅه کوي د کډوالو له اوسني وضعیت او مېشت کېدو څخه ناوړه ګټه پورته او د بېلابېلو قومونو ترمنځ د اختلاف او نفاق اور بل کړي.
په دې وروستیو کې د افغانستان ګاونډیانو د سرپرست حکومت په وړاندې د فشار په موخه د افغان کډوالو په ایستلو لاس پورې کړی دی. د اسلامي امارت مسؤلینو د ولس په وړاندې ځانونه مسؤل ګڼلي، د هېواد په بېلابېلو زونونو کې یې د ښارګوټو د جوړېدو پرېکړه کړې ترڅو کډوال له بې سرنوشته حالت څخه وژغورل شي.
په همدې موخه د هېواد په جنوب، ختیځ، سوېل ختیځ، شمال، شمال ختیځ او لوېدیځ زونونو کې د ښارګوټو د جوړېدو کار پیل شوی، ترڅو د دې خاورې بچیان له سرګردانۍ او بې برخلیکه حالت څخه وژغورل شي. خو ځینې مغرض کسان او نفاق خوروونکې کړۍ هڅه کوي چې د سرپناه جوړونې روانو هڅو ته قومي رنګ ورکړي او د افغانستان د قومونو ترمنځ درز او بې اتفاقي رامنځ ته کړي.
دې ناکامو څهرو پخوا هم د خپل قدرت پر مهال، همېشه قومي او نژادي تعصباتو ته لمن وهلې، همدا تعصب او توکم پالنې د هېواد په تاریخ کې د کورنیو جګړو لوی لامل بلل کېږي چې ملت یې ټوټه، ټوټه کړ، کورونه یې وران کړل او د مظلوم ولس په برخلیک یې ناوړه او بدمرغه اغېزې وکړې. اوس چې یې د واک لمن له افغانستان څخه ټوله شوې، یو ځل بیا هڅه کوي چې د نفاق تخم وشیندي او له ملت څخه د یووالي، امنیت او ورورۍ نعمت واخلي.
د دې پر ځان چې له کډوالو وروڼو سره په دې سخت حالت کې ودریږي او خلک یووالي ته وهڅوي، خلک پاروي چې دې بې کوره هېوادوالو ته د سرپناه له برابرولو سره مخالفت وکړي.
خو دا روښانه ده چې د افغانستان ولس له یو بل سره د همدردۍ، ایثار او فداکارۍ روحیه لري. افغانان په دې باور دي چې په دې سختو ورځو کې د هېوادوالو لاسنیوی نه یواځې یو انساني مسؤلیت دی، بلکې د ځان لپاره یې یوه ایماني او ملي فریضه ګڼي.
هغوی په دې پوهېږي چې د کډوالو لپاره په ولایتونو کې د ښارګوټو او مېشت ځایونو جوړول، د خپلو دوستانو او خلکو په وړاندې د مسؤلیت، همدردۍ او ملي احساس له مخې یو اړین ګام دی. څوک چې دا موضوع قومي کوي، د قومونو د یووالي زغم نه لري. دا خلک خپل نوم او ډوډۍ د نفاق او تعصب د اور په بلولو کې ویني.
خو ولس د دې نفاق خوښوونکو تبلیغاتو تر شا نغښتي اهداف پېژني او پوهېږي چې تر شا یې کومې دسیسې او شوم پلانونه سنجول شوي دي. بناءً د قومي او سمتي تعصباتو پارونه د یووالي د دښمنانو په ګټه هېڅ پایله نه لري او نه دا هڅې د خپلو وروڼو په وړاندې د ملت پاک احساس او اراده کمزورې کولای شي.
یادؤنه: په هندوکش غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش غږ توافق ورسره شرط نه دی.