Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»لار ورکی دوښمن
    لیکني

    لار ورکی دوښمن

    صابر افغانصابر افغان14 مې 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    لیکوال: اېمل پښتون

    د جمهوریت پرځېدلي او د شمالي ټلوالې پاتې شوني نه پوهېږي، له کومه یې پیل کړي؟ اولس ته څه وړاندې کړي؟کوم روایت په مخه کړي؟ قومي، سمتي، ژبنی، اسلامي او که دیموکراسي؟ کله، کله یې د جمهوریت هوا ووهي، دا ټول یاد شوي شخصیتونه له افغانستان څخه بهر اوسیږي، مګر ټول په هېواد کې د ښځو د حقونو د تامین، سرتاسري انتخاباتو، او ټول‌شموله – او که امکان ولري د فیډرالي – حکومت د جوړولو لپاره چیغې وهيهغه نشي بیا اسلامي روایت ته لږ سر ورښکاره کړي.

    بېرته پوه شي چې له اسلامي روایته خو يې پلرونو ډډه کړې وه، بيا دیموکراسۍ ته مخه کړي، بېرته يې دې ته هم پام شي، چې هغه خو يې بادار هم پلي نه کړه.

    هغه نه شي بیا خپله مبارزه له سمتونو څخه را شروع کړي، په سمتونو کې بيا په ژبو نه سره جوړېږي، که ژبې ته مخه کړي بیا په قوم نه سره جوړېږي، کلونه تېر شول خو خپل اهداف نشي تعریفولی.

    آخر وکړي څه؟ هرې خوا ته یې چې نظر وکړ لاره ځینې ورکه شوه، بالاخره يې قوميت ته مخه کړه، چې دا يې د نيکونو انتخاب هم و، هغوی هم قوميت ته له اسلامي داعیې تېر شول. له هغه لار ورکو څخه هم جهاد په جګړو واوښت او خپلو کې يې سره وخوړل.

    (تعصب داسې مرض دی چې له انسان څخه د عقل، منطق او استدلال وړتیا اخلي. دوی تېر ۴۰ کاله همداسې د ژبې، سمت او قوم په بنیاد د افغانستان سیاست تحلیل کړی. دوی د افغانستان د جغرافیې، ټولنیز یووالي او باورونو دښمنان دي. د تعصب پر پردو پټې سترګې واقعیتونه نشي پیدا کولای.)بلخوا په دې موضوع کې ځینې مردارخواره سخت د تعصب په چټل ډنډ ورګډ شوي، د دوی سیاسي شنونکي په خپلو تبصرو کې د بغلان د طبیعي پېښې عامل د افغانستان اسلامي امارت بولي، او د قوشتپې کانال ته ګوته نیسي.تعصب تر داسې حده، کاڼه / ړانده کړي، چې یو بشپړ سازمان یې خندوونکو تحليلونو ته مخه کړې او داسې یې تحلیلوي.

    (د افغانستان ملي مقاومت جبهه د وروستي سېلابونو عاملین او طراحان طالب ترهګر ګڼي، چې د شمال ولسونه یې د سېلاب خوراک کړل.)انترنشنل همدغه خندوونکي تحلیل ته انعکاس ورکړ.انترنشنل تل کوښښ کوي؛ چې د ولسونو ترمنځ نفاق او بې اتفاقۍ ته لمن ووهي.

    تعصب عام کړي، د ولس او حکومت ترمنځ فاصله رامنځته کړي، د پردیو ملکونو ناوړه پروژې په افغانستان کې پلي کړي او وطن مو په سمتونو او برخو وویشي.

    دغه د تعصب وروستی حد دی، چې طالبان یې د بغلان د طبیعي آفاتو عاملین وبلل. خو لله الحمد د وخت په تېرېدو سره، اولس دوی په بشپړ ډول وپېژندل.

    مخکینۍ مقالهفلسطین: په غزه کې د مړینې کچه له ۳۵ زره تنو څخه واوښته
    راتلونکي مقاله عراق: د وسله والو په برید کې ۵ عراقي سرتیري وژل شوې دي

    مربوطه لیکنې

    د ښځو حقونو له نوم په استفاده د مقاومت جبهې سیاسي امتیاز طلبي

    21 جولای 2025

    د ناکامو ډلو بې ګټې فیسبوکي مبارزه او ناکامې خیالي وعدې

    19 جولای 2025

    د افغانستان په اړه ناسم تحلیلونه، خیالي فرضیې او عیني واقعیتونه

    17 جولای 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    خبري غورچاڼ 21 جولای 2025

    د نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ

    ورځ او نېټه: دوشنبه ۱۴۴۷/۱/۲۵ھ ق. ۲_ستره محکمه: پکتيا کې دوه کسانو ته د نا…

    د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر: موږ د لسيزو ويجاړې شوې فابريکې بيا فعاله کړې، څو د هېواد کرنيزه او صنعتي برخه کې پر ځان بسيا شي

    21 جولای 2025

    ملا عبدالغني برادر ملي پراختیا شرکت کې د تولیدي فابریکو د کمپلیکس پرانیسته وکړه

    21 جولای 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ

    21 جولای 2025

    د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر: موږ د لسيزو ويجاړې شوې فابريکې بيا فعاله کړې، څو د هېواد کرنيزه او صنعتي برخه کې پر ځان بسيا شي

    21 جولای 2025

    ملا عبدالغني برادر ملي پراختیا شرکت کې د تولیدي فابریکو د کمپلیکس پرانیسته وکړه

    21 جولای 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،989 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،922 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،930 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.