یکشنبه/ د وري ۱۲ مه رویټرز خبري آژانس راپور خپور کړی، چې د اسرائیلو بې پیلوټه الوتکې د ملګرو ملتونو په څارونکو برید کړی دی.

په راپور کې ویل شوي، چې دغه برید د لبنان “رمیش” سرحدي سیمه کې شوی، چې له امله یې د ملګرو ملتونو څلور څاروونکي ټپیان شوي دي.

رویټرز د امنیتي سرچینو په حواله ویلي، چې اسرائیلي بې پیلوټه الوتکې برید د رمیش له سرحدي ښارګوټي بهر د ملګرو ملتونو د څارونکو پر یوه موټر ترسره شوی دی.

د لبنان رسمي خبري آژانس هم ويلي، چې د ملګرو ملتونو د څارونکو يوه ډله د اسرائیلي اشغالګرو د هوايي بريد لاندې راغلې، چې له امله يې ۴ تنه ټپيان شوي چې د يو تن حالت وخیم ښودل شوی دی.

د اسرائیلي چارواکو بيا د لبنان په رميش سيمه کې د ملګرو ملتونو د څاورنکو افرادو په نښه کول رد کړي دي.

د غزې جګړې او هلته د اسرائيلي وحشتونو پر دوام، د لبنان او اسرايیلو ترمنځ سرحدي سيمې د تاوتریخوالي، جګړو، هوايي او توغنديزو بريدونو شاهده وي، چې له امله يې ډېر کله دواړو خواوو ته مرګ ژوبله هم اوښتې وي.بله خوا ‏د غزې پر جنوب د اسرائیلي یرغلګرو لخوا سخته بمباري شوې ده.

د رسنیو د راپورونو پر اساس ویل کیږي، چې د اسرائیلي یرغلګرو ځواکونو الوتکو د غزې په جنوب کې د “خان یونس” په ښار سختې بمبارۍ کړي او د دغو چاودنو غږونه د غزې په جنوب “رفح ” په ښار کې هم اورېدل شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version