د ايران دولتي خبري اژانسونو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد وسله‌والو ځواکونو له لوري پر اسرائيلو د توغندیزو او ډرون بریدونو ۱۵مه څپه پيل شوې ده.

راپور زياتوي، چې په دې پړاو کې له ډرونونو سربېره له ۱۰ تر ۱۵ توغندي د ايران له بېلابېلو سيمو توغول شوي دي.

د ایران فارس خبري اژانس راپور ورکړی، چې د دغو توغندیو له ډلې یوه د اسرائیل ( اشغال شوي فلسطین) په شمال کې یو موټر په نښه کړی.

سرچینې په دې اړه نور جزئیات نه‌دي وړاندې کړي.

د ویلو ده، چې د ایران او صهیونیستي رژیم جګړه نن اوومې ورځې ته داخله شوه.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version