د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال محمد غریب‌ ابادي ویلي، که امریکا د ایران او صهیونیستي اسرائیلو ترمنځ د روانې جګړې مخنیوی نه‌شي کولای، نو یواځې ننداره دې وکړي.

غریب ابادي دغه راز خبرداری وکړی، که امریکا د صهیونیستي رژیم په ملاتړ د جګړې ډګر ته کوزه شي، ایران به له خپل ملي امنیته د دفاع په پار په ټول توان له خپلو امکاناتو په استفادې تېري کوونکو ته ځواب ورکړي.

نوموړي ویلي:«زموږ مشوره امریکا ته دا ده، چې که د یرغل مخنیوی نه‌شي کولای، نو د جګړې سیل‌ګره دې پاتې شي.»

هغه زیاته کړې، چې ایران د جګړې د پراخېدو هڅه نه کوي، خو د ایران پوځي چارواکي ټول لازم انتخابونه تر غور لاندې لري.

د یادونې وړ ده، چې د ایران سپاه پاسدران خبرداری ورکړی، چې که امریکا یې پر هېواد له سیمه‌ییزو هډو کار واخلي، نو ټولې به له خاورو سره خاورې کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version