د ايران دولتي خبري سرچينو د سه شنبې په ماښام ( ۷:۳۰ بجې) راپور ورکړی، چې د دغه هېواد وسله‌والو ځواکونو له لوري پر اسرائيلو د توغندیزو او ډرون بریدونو لسمه څپه پيل شوې ده.

راپور زياتوي، چې توغندي د ايران له بېلابېلو سيمو توغول شوي او د اشغال شوي فلسطين (اسرائیل) په ګڼو سیمو کې پر مهمو اهدافو لګېدلي دي.

لا معلومه نه ده چې د ایران په تازه بریدونو کې کوم مهم اهداف ویشتل شوي؛ خو ایراني چارواکو د نن سهار په بریدونو کې د صهیونیستي رژیم بهرني استخباراتو ادارې (موساد) هدف ګرځېدل تائید کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version