د صهیونیستي رژیم روغتیا وزارت ویلي، له ايران او حزب الله سره د جګړې له بیا پیله تر دې دمه ۷۸۳۴ صهیونیستان ټپیان شوي، خو د وژل شویو شمېر یې نه دی ښودلی.

نړيوالې رسنۍ پر دې باور دي چې د صهیونیستي رژیم د حقیقي ځاني او مالي زیانونو پټولو هڅه کوي او اصلي زیانونه تر اعلان شويو ارقامو خورا ډېر دي.

په ورته مهال، عبري رسنیو ویلي چې د توغندیزو بریدونو له امله زرګونو ودانیو او موټرو ته درانه زیانونه اوښتي، چې ښايي صهیونیستي رژیم له اوږدمهاله اقتصادي کړکېچ سره مخ کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version