Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»سیاسي لیکني»د احمد مسعود خیالي طرحې او نقشې
    سیاسي لیکني

    د احمد مسعود خیالي طرحې او نقشې

    عمران آغاعمران آغا12 جولای 2026څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د مقاومت د خیالي ډلې مشر احمد مسعود په خپلو وروستیو څرګندونو کې د افغانستان لپاره د داسې یو بدیل او سیاسي پروسې خبره کړې چې له ورایه پکې د ځمکني واقعیت او ذهني تصور ترمنځ فاصله ښکاري. کله چې دغسې یو سیاسي بهیر د هېواد په داخل کې د یوې لوېشتې ځمکې د کنټرول او جغرافیایي شتون وړتیا ونه لري، نو د بدیل حکومت، اساسي قانون، ټاکنو او نورو په څېر لوړ مفاهیم یوازې په کډوالۍ کې د ځان د مصروف ساتلو لپاره ښه کارولای شي. سیاست په شعارونو نه، بلکې په میدان کې په حضور رامنځ ته کېږي؛ هغه څه چې مسعود او د هغه خیالي ډله ترې په بشپړه توګه بې ‌برخې دي.

    د مسعود لخوا دې ادعا چې «د افغان حکومت بدیل یو فرد نه، بلکې یو ملي او قانوني بهیر دی»، په حقیقت کې هغه لویه تشه ښکاره کړه چې مخالفین په داخل کې ورسره لاس او ګرېوان دي. مخالفین د تېرو پنځو کلونو له تېرېدو سره سره، نه دي توانېدلي چې یو له ولسي ملاتړ برخمن، مشروع او قانوني بهیر رامنځته کړي، ځکه د یو باثباته سیاسي بدیل او بهیر تمثیل د ولسي پرګنو له تنظیم او د جغرافیایي واک له لرلو پرته ناممکن دي؛ همدا راز مخالفین هر یو ځان بدیل ګڼي، خو نور بیا نفي کوي.

    د مخالفینو تر ټولو لویه ستونزه دا هم ده چې د خپل موجودیت تعریف یې یوازې په ټولنیزو رسنیو کې په تبلیغاتي پروپاګند او په ځینو ناستو کې په ګډون پورې محدود کړی دی. خو د افغان حکومت د نظامي او سیاسي عظمیت پر وړاندې، چې اوس مهال پر ټول هېواد بشپړ کنټرول لري، د داسې مخالفینو لخوا د نوي نظام نقشه جوړول چې حتی خپل استوګنځایونه یې هم له هېواده بهر دي، له سیاسي پلوه د خندا وړ او له واقعیت لرې چاره ده.

    بل خوا د مسعود لخوا ولسي ارادې ته اشاره کول له دغه لوړ مفهوم څخه سیاسي استفاده ده. تش په نوم مقاومت ډله څنګه کولای شي په هېواد کې د ننه د خلکو د ارادې استازیتوب وکړي، په داسې حال کې چې د هغوی او د افغان ولس ترمنځ فزیکي، سیاسي او جغرافیایي اړیکې په بشپړه توګه له منځه تللې دي؟ ترڅو چې یو خوځښت د هېواد په دننه کې ټولنیزې او فزیکي ریښې و نه لري، د خلکو د ارادې تمثیل نه شي کولای او د هغوی هر ډول طرحه به د تر آنلاین ناستو پورې محدوده وي.

    تاریخ دا ثابته کړې چې له لیرې او مجازي ناستو څخه اداره کېدونکي او پر خیالي شعارونو متکي بهیرونه هیڅکله نه شي کولای د یوه هېواد د سیاسي برخلیک پر اراده اغېز وکړي. د دې ډلې بله لویه کمزوري دا ده چې هڅه کوي د سیاسي لغاتونو تر شا خپل واقعیت پټ کړي. دوی د دې لپاره چې خپله پوځي او عملیاتي ماتې جبران کړي، هڅه کوي په تیوریکي بحثونو او د عصري اصطلاحاتو په کارولو سره نړیوالو ته ځانونه د روان وضعیت د متبادل په توګه وښيي، خو د دې پروسې د پیلولو لپاره هیڅ ډول مشروعیت، عملي ځواک او مېکانیزم نه لري.

    له ځمکني واقعیت سره په ټکر کې هر ډول سیاسي پروسه او نظریه ‌پردازي په ماتې محکومېږي. د مسعود د ډلې خیالي پلانونه ځکه د هېواد په داخل کې پېروېدونکي نه لري، چې ولس د هغوی پر عملي ځواک باور نه لري. له بهره د افغانستان د راتلونکي نقشه ایستل او د یوې داسې پروسې تمه لرل چې بنسټ یې یوازې پر فرضیو ولاړ وي، د مقاومت ډلې د ستراتیژیکې ناتوانۍ او له میداني واقعیته د تېښتې تر ټولو روښانه ثبوت دی.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهسپاه پاسداران هرمز تنګي کې د دويمې کښتۍ د په نښه کېدو اعلان وکړ
    راتلونکي مقاله له بهر څخه د مقاومت چیغې، د څه شي نښه ده؟

    مربوطه لیکنې

    سمیع سادات؛ له جګړې د پاکستان تر غېږې

    20 اگست 2026

    جمهوریت؛ په افغانستان کې د وارداتي نسخې په توګه

    19 اگست 2026

    اسلام‌ آباد ته د زړو مهرو سفر؛ آیا دا د یوه نوي پړاو پیل کېدای شي؟

    18 اگست 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    تحلیل 23 اگست 2026

    د پلار او زوی نیابتي تسلسل؛ د مقاومت ډلې د استخباراتي اړیکو تاریخ

    د پلار او زوی تسلسل او وراثتد ۲۰۲۱م کال د اګست په ۱۵مه د جمهوري…

    د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان: د ایران خلک له شکایتونو سره سره د بهرني دښمن پر وړاندې ودرېدل

    23 اگست 2026

    بریتانیا او فرانسې ته د ایران خبرداری؛ اسرائیلو ته د وسلو لېږد په جنایتونو کې مشارکت دی

    23 اگست 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د پلار او زوی نیابتي تسلسل؛ د مقاومت ډلې د استخباراتي اړیکو تاریخ

    23 اگست 2026

    د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان: د ایران خلک له شکایتونو سره سره د بهرني دښمن پر وړاندې ودرېدل

    23 اگست 2026

    بریتانیا او فرانسې ته د ایران خبرداری؛ اسرائیلو ته د وسلو لېږد په جنایتونو کې مشارکت دی

    23 اگست 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،180 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،127 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،248 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.