Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»له حاصلاتو تر صادراتو؛ پنجشیر کې د کرنې سکتور د ودې په حال کې
    افغانستان

    له حاصلاتو تر صادراتو؛ پنجشیر کې د کرنې سکتور د ودې په حال کې

    عمران آغاعمران آغا19 جولای 2026څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د پنجشیر ولایت د رسنیو دفتر په یوه خبر پاڼه کې ویلي، چې د کرنې او بڼوالۍ د ودې لپاره د ترسره شویو هڅو په پایله کې د روان ۱۴۰۵ کال پر مهال په دغه ولایت کې د توتو او غنمو حاصلات د پام وړ زیات شوي او لسګونه ټنه ګیلاس هم بهرنیو بازارونو ته صادر شوي دي.

    خبرپاڼه د پنجشیر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ د رئیس، قاري فضل الله دیوبند له قوله لیکي، چې سږ کال شاوخوا ۱۴۰۰ هکټاره ځمکه د توتو تر کښت لاندې وه او د دې مېوې تولید له ۳۵۰۰ مټریک ټنو څخه ۴۰۲۳ مټریک ټنو ته لوړ شوی، چې د تېر کال په پرتله ۱۳ سلنه زیاتوالی ښيي.

    د نوموړي په وینا، مناسب اقلیمي شرایط، د حاصلاتو د راټولولو پر مهال د بارانونو نشتوالی، د مېوو وچولو دستګاوو وېش او د کرنیزو کانالونو جوړول او بیارغونه د توتو د حاصلاتو د زیاتوالي مهم عوامل دي.

    د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې په دې ولایت کې د کرنیزو پراختیایي پروژو د پلي کېدو، د بڼوالۍ د سیستم د عصري کېدو او له ملي او نړیوالو مؤسسو سره د همغږۍ په نتیجه کې د غنمو حاصلات هم سږ کال ۱۸ سلنه زیات شوي دي.

    خبرپاڼه زیاتوي، چې د پنجشیر د رهبرۍ د هڅو په پایله کې سږ کال د دغه ولایت ۱۳۰ ټنه ګیلاس روسیې او د منځنۍ اسیا هېوادونو ته صادر شوي، چې د سیمه ییز اقتصاد د پیاوړتیا او د بزګرانو او بڼوالو د عوایدو د لوړولو لپاره مهم ګام بلل کېږي.

    خبرپاڼه د کرنې ریاست له قوله زیاتوي چې په پنجشیر کې د توتو بېلابېل ډولونه لکه شاهي توت، شېر توت، بې‌دانه توت، سپین توت او تور توت کرل کېږي. دغه راز په وروستیو کې ۱۶۵ د مېوو وچولو دستګاوې هم بڼوالو ته وېشل شوې دي، ترڅو د حاصلاتو د پروسس، ساتنې او بازارموندنې زمینه لا پیاوړې شي.

    چارواکي ټینګار کوي چې د کرنې او بڼوالۍ پراختیا د ځانبساینې او اقتصادي ودې له مهمو بنسټونو څخه ده او په تېرو درېیو کلونو کې د نورو برخو ترڅنګ کرنیز سکتور هم د پام وړ پرمختګ کړی دی.

    مخکینۍ مقالهبهرنيو چارو وزارت په ولسواليو کې د سندونو د تصديق لړۍ پيل کړه
    راتلونکي مقاله دفاع وزارت له دیارلس میاشتني ترمیم وروسته یوه Mi-17 چورلکه ترمیم کړې

    مربوطه لیکنې

    دفاع وزارت له دیارلس میاشتني ترمیم وروسته یوه Mi-17 چورلکه ترمیم کړې

    19 جولای 2026

    بهرنيو چارو وزارت په ولسواليو کې د سندونو د تصديق لړۍ پيل کړه

    19 جولای 2026

    د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د بګرام زندان وضعیت ارزولی

    19 جولای 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    منځنی ختیځ 20 جولای 2026

    غزه کې د روغتیايي وضعیت د خرابېدو خبرداری؛ د چیچک او نري رنځ پېښې زیاتې شوي

    د فلسطین د طبي مرستو ادارې مشر، بسام زقوت خبرداری ورکړی، چې په غزه کې…

    بدنام او منفور دوستم؛ د افغانستان د راتلونکي لپاره د مسعود انتخاب

    20 جولای 2026

    دفاع وزارت له دیارلس میاشتني ترمیم وروسته یوه Mi-17 چورلکه ترمیم کړې

    19 جولای 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    غزه کې د روغتیايي وضعیت د خرابېدو خبرداری؛ د چیچک او نري رنځ پېښې زیاتې شوي

    20 جولای 2026

    بدنام او منفور دوستم؛ د افغانستان د راتلونکي لپاره د مسعود انتخاب

    20 جولای 2026

    دفاع وزارت له دیارلس میاشتني ترمیم وروسته یوه Mi-17 چورلکه ترمیم کړې

    19 جولای 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،171 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،113 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،229 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.