لیکوال: محمد عمر یفتلي

په اوسنیو وختونو کې  ورانکارو او ویره اچوونکو ډلو ټپلو رامنځ ته کول او جوړول، د سیمې او نړۍ د استخباراتو په یو ستره اله او حربه بدله شوې، چې خپلو د اوږد مهاله موخو ته د رسېدو لپاره ګټه ترې اخلي.

په دې برخه کې ځینې هغه کسان چې په خپلو هېوادونو کې اغېز او د لوبېدو ځای نلري، ځانونه په خپلو جسدونو کې ژوندي ویني او دې ته یې مټې رابډ وهلې چې د ورانکارو د استخدام په لټه هېوادونه څه ډول باور پرې وکړي، اهداف ورکړي او کار ترې واخلي.

دا ډله انسانان په ریښتینې توګه له انسانیت، وطن پالنې او د وطن له مینې سره خورا لویه فاصله لري. که دوی په زړونو کې یوه خاشه هم د هېواد پالنې. شتون درلودلی، هېڅکه ېې هم ځانونه د هغه چا په دروازه کې نه اچول چې ورانکار، بدخواه او بدبینه دي.

هغه باغیان چې په خپلو ټولو ویناوو او کنفرانسونو کې یې په ښکاره ویل چې غلام او اغیارو ته سر سپارلي دي؛ اوس به څه ډول دا شونې وي چې د ډاروونکو ډلګیو په جوړولو او تشکیل سره د نظام او د نظام د خلکو په وړاندې ودرېږي!

کله کله د خپلو انگیرنو په اړه د هغو نظریاتو او کمنټونو په مننه کې چې له ځینو غافلو انسانانو یې اخلي، هوا یې سر ته خېږي او فکر کوي چې د دوی کارونو اغېز کړی، نو په خپلو ویناوو کې په داسې خبرو او کلماتو چې له واقعیت خورا ډیرې لري وي، خپل مخاطبین تېر باسي.

باغیان باید دې پایلې ته رسیدلي وي چې دا ورانکارې ډلګۍ او د داسې وېره اچوونکو حرکتونو رامنځ ته کول به د یو نظام او د نظام د تشکیلاتو په مخ کې خنډ نشي جوړېدلی.

هغه نظام چې د خلکو له منځه راوتلی او ټولو یې د بقاء لپاره په اخلاص سره خپل سرونه او ځانونه وړاندې کړي؛ په سترو قوتونو او زرګونو ځواکونو سره به ډیره کوچنکی زیان هم ورته ونه رسیږي. ان شاء الله

هغه نظام چې تشکیلات یې له الف څخه تر یاء پورې له علماوو، دیندارو او د همدې خاورې له بچیانو جوړ دي، هیڅکله به هم د هغو وهمونو په وجه چې د د دښمنانو په ذهنونو کې یې دي، له پرېشانۍ سره مخ نشي، ځکه د دلې ټپلې په دې اندازه او حد کې ندي چې دا نظام حساب ورباندې وکړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version