د کورنیو چارو وزارت وايي، د دغه وزارت د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت یو پلاوی چین ته روان شوی دی.
له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د دغه پلاوي مشري حسیب الله احمدي کوي او د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت یو شمېر رئیسان او مدیران هم پکې برخه لري.
د خبرپاڼې له مخې، د دې سفر موخه په چین کې د یوه علمي سیمنار کې گډون دی.
پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنۍ راهیسې په هېواد کې د نشهيي توکو کرکېله، قاچاق او تولید صفر شوي دي او سږ کال د د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت هغه نشهيي توکو له منځه یوړل، چې په ځینو ولایتونو کې کرل شوي وو.
د دوحه۳ په ناسته کې د نړۍ گڼ شمېر هېوادونو استازو ومنله چې افغان حکومت د نشهيي توکو پر وړاندې جدي مبارزه کړې او په افغانستان کې یې د نشهيي توکو کرکېله صفر کړې ده.
افغان حکومت له نړیوالې ټولنې غواړي چې له افغان بزگرانو سره په اصلاح شوي تخمونو، قیمتي کرنیزو توکو او نورو برخو کې مرستې وکړي.