د پنجشېر ولایت مقام د رسنیو دفتر وایي، د افغان حکومت مشرتابه د ولایتونو له والیانو سره کتنه کې د دغه ولایت د والي له غوښتنې وروسته سپارښتنه کړې، چې د هېواد په نورو ولایتونو کې د استخدام لپاره د بېروزګاره پنجشېري ځوانانو لیست چمتو کړي.
سرچینه زیاتوي، چې له دوه کالو په کمه موده کې د دغه ولایت ۲۰زره بېروزګاره ځوانان په پوځي او امنیتي لیکو او دغه راز په بېلابېلو ملکي ادارو کې پر دندو ګومارل شوي دي.
د پنجشېر ولایت مقام رسنیو دفتر د خبرپاڼې لهمخې، له زده کړو د فارغو بېروزګاره ځوانانو لېست چمتو شوی، چې ډېر ژر به د رهبرۍ مقام ته واستول شي.
عامو خلکو د دې اقدام هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې له دې سره به د حکومت او خلکو ترمنځ شته همغږي لا پیاوړې شي.
