انادولو اژانس راپور ورکړی، چې له سعودي عربستان څخه تر ترکیې پورې د اورګاډي پټلۍ غځول کېږي او
د سعودي عربستان د ټرانسپورټ وزارت په رسمي ډول تائید کړه، چې د دې سترې پروژې په اړه ګډې تخنیکي او اقتصادي څېړنې به د روان کال تر پایه بشپړې شي.

د معلوماتو له مخې دا پټلۍ به سعودي عربستان د اردن او سوریې له لارې په مستقیم ډول له ترکیې سره وصل کړي چې اساسي موخه یې د سیمې د هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ بې ساري وده او د ځمکني ټرانسپورټ د سیسټم پیاوړتیا ده.

سرچينې ويلي، د اپریل په ۳مه، د ترکیې د ټرانسپورټ او زیربنا وزیر عبدالقادر اورال اوغلو وویل، چې انقره پلان لري د تاریخي حجاز اوسپنې پټلۍ د بېرته ژوندي کولو د هڅو په چوکاټ کې، د ریل پټلۍ لاینونه د سوریې تر حلب ښار پورې وغځوي.

ياده دې وي، چې د حجاز اوسپنې پټلۍ د سیمې یو له خورا مشهورو تاریخي بنسټیزو پروژو څخه ده، چې د ۱۹۰۰ او ۱۹۰۸ کلونو ترمنځ (د عثماني خلافت پر مهال) جوړه شوې او دمشق د سعودي عربستان له مدینې منورې سره په نږدې ۱۳۲۲ کیلومتره واټن کې نښلوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version