وروسته له هغې چې يوه ورځ وړاندې بلوڅ آزادي غوښتونکو د هيروف فدايي تر نامه لاندې، د پاکستان په بلوچستان کې پراخ بريدونه پيل کړل، او په ترڅ کې یې د پاکستاني پوځ “بېله‌” نومي کمپ ته ننوتل له کابو ۲۴ ساعتونو تېرېدلو وروسته لا هم د دوی په وينا د کمپ ډېره برخه یې په لاس کې ده.

د بلوڅ آزادي غوښتونکو په وينا د پوځي کمپ په دروازه کې موټر بم برید يوه نارينه او يوې ښځينه چې ماهل‌ بلوچ نومېده‌ او په حقوقو کې یې زده کړې کړې وې ترسره کړی او وروسته له هغې نور کسان پوځي کمپ ته ننوتلي او بريد یې پيل کړی.

همدارنګه بلوڅ آزادي غوښتونکي زياتوي چې تراوسه یې د ياد کمپ بريد کې د پاکستان پوځ ۶۴ غړي وژلي، کمپ ته یې اور اچولی، او تاسيسات یې له منځه وړي.

له تيرې شپې راهيسې بلوڅ آزادي غوښتونکو د هيروف فدايي عملياتو په ترڅ کې د پاکستان ټول ۱۲۶ پوځيان وژلي، سلګونه ټپيان دي، او په لوړه کچه موټر او وسلې ېې لاسته ورغلي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version