Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • سل ثانیې خبر
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • ورځني اسعار
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»سیمه»د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو هوکړه شوې
    سیمه

    د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو هوکړه شوې

    عمران آغاعمران آغا15 جون 2026څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو موافقه شوې ده او په ورته مهال د ایران دولتي تلویزیون هم دا خبر خپور کړی دی. ټرمپ پر خپله ټولنیز شبکه ټروت سوشیل یوه پوسټ کې لیکلي: «د ایران د اسلامي جمهوریت سره موافقه اوس بشپړه شوې ده، ټولو ته مبارکي.»

    په همدې مهال د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال غریب زاده د دغې هوکړې په اړه ویلي «دغه تفاهم‌لیک پر دښمن د باور په مانا نه دی، بلکې په بشپړې بې‌ باورۍ کې لیکل شوی دی، موږ به د امریکا د ژمنو پر عملي کېدو څارنه وکړو، کوم دښمن چې د خپلو شومو موخو د عملي کولو لپاره برید کړی و، په ټولو موخو کې له ماتې سره مخ شو او د ایران اسلامي جمهوریت په جګړه کې لویې بریاوې ترلاسه کړې، تفاهم‌نامې په مسوده کې مو خپل ټول مهم دریځونه ځای پر ځای کړي دي، له نن شپې څخه د ایران پر وړاندې د امریکا د سمندري کلابندۍ (محاصرې) پای ته رسېدل پیلیږي، په بېلابېلو جبهو او په لبنان کې د جګړې او پوځي عملیاتو سمدستي او دایمي پای همدا نن شپه اعلانیږي، د تفاهم‌لیک متن وروستی شوی او د اسلام‌اباد د تفاهم‌لیک رسمي لاسلیک به د جمعې په ورځ په سویس کې ترسره شي.»

    د دغې هوکړې هرکلی په نړیواله سطحه شوی، چې په لړ کې یې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د امریکا او ایران ترمنځ هوکړې ته په رسېدو مبارکي ويلې او دغه هوکړه یې د سوله ييز حل لپاره مهم ګام بللی دی.

    د برېټانیا او جرمني لومړي وزیرانو کییر سټارمر او میرڅ او د فرانسې ولسمشر مکرون هم د یادې هوکړې هرکلی کړی او د څو هېوادونو د هڅو یوه ډېپلوماټیکه لاسته راوړنه یې بللې.

    د ترکیې ولسمشر اردغان او خارجه وزیر هاکان فیدان ویلي، چې د امریکا او ايران ترمنځ شوې هوکړې ته په خپله سیمه کې د سولې او ارامۍ د ټینګښت په لاره کې د یوه مهم پرمختګ په توګه ګوري او په پوره خوښۍ سره یې هرکلی کوي.

    د قطر خارجه چارو وزارت ویلي، چې د دغه تفاهم‌لیک پر سر هوکړه د سیمه‌ییز ثبات او د اوږدمهاله سولې د پیاوړتیا په لور یو مهم پرمختګ دی او له دواړو لورو یې د خبرو اترو له لارې د اختلافاتو د حل هڅې ستایلي دي.

    برېټانیا، فرانسې، جرمني او اېټالیا له دغې موافقې وروسته ویلي، دوی چمتو دي چې د ایران له خوا د اټومي وسلو د نه تر لاسه کولو په ځواب کې پر ایران لګیدلي بندیزونه لرې کړي. دغو هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، چې ایران باید هیڅکله اټومي وسلې ترلاسه نه کړي او دوی چمتو دي چې د دې هدف د ترلاسه کولو لپاره له امریکا، ایران او د اټومي انرژۍ له نړیوالې ادارې سره همغږي وکړي.

    مخکینۍ مقالهد ایران د پارلمان مشر، محمد باقر قالیباف: امریکا پر خپلو ژمنو د عمل توان نه‌لري
    راتلونکي مقاله له غرب څخه د هویت او هېواد پالنې ضد نعرې

    مربوطه لیکنې

    پښتونخوا کې د بېړني حالت د اعلان په غبرګون لاريونونه راوتلي

    11 اکتوبر 2026

    د پاکستان پوځي رژيم پښتونخوا کې د بېړني حالت لګولو پرېکړه کړې

    11 اکتوبر 2026

    د پاکستان د تحريک انصاف ګوند ستر لاريون نن ورځ د پېښور پر لور خوځېږي

    6 اکتوبر 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 11 اکتوبر 2026

    د اقتصاد وزیر د اروپايي ټولنې له استازي سره د اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې کړي

    د اقتصاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د یاد وزارت وزیر قاري دین‌محمد…

    ۱۰۰ ثانیې خبر

    11 اکتوبر 2026

    د مقاومت جبهې پرله‌پسې انشعابونه؛ ستونزه په څه کې ده؟

    11 اکتوبر 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د اقتصاد وزیر د اروپايي ټولنې له استازي سره د اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې کړي

    11 اکتوبر 2026

    ۱۰۰ ثانیې خبر

    11 اکتوبر 2026

    د مقاومت جبهې پرله‌پسې انشعابونه؛ ستونزه په څه کې ده؟

    11 اکتوبر 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،199 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،142 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،266 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.