د امارتي شرکتونو لوی ریاست وایي، د افغانستان برښنا شرکت، له نورالجهاد سبسټېشن څخه تر پل هاشمي پورې د ۲۲۰ کېلو ولټ برښنا لېږد مزي غځولو پروژې چارې پیل کړې.
د یاد شرکت تخنیکي ټیمونو له تفصیلي سروې او د پایو ځایونو له ټاکلو وروسته، د لین وروستی مسیر په بریالیتوب تثبیت کړی دی.
اوس مهال سیمه کې، جیوتخنیک سروې روانه ده، چې پکې کیندنې، د خاورې نمونو اخیستل او ازموینې شاملې دي.
د برېښنا لېږد مزو غځونې دا پروژه، د باثباته برښنا د تأمین لپاره حیاتي ارزښت لري او د افغانستان برښنا شرکت ژمن دی، چې دا پروژه د نړیوالو معیارونو له مخې پر ټاکل شوي وخت بشپړه کړي.
