پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې هند د چناب سیند د اوبو جریان په ناڅاپي ډول زیات کړی، چې له امله یې د سیند دواړو خواو ته پراته کلي له ګواښ سره مخامخ شوي دي.
پاکستاني چارواکو تور پورې کړی، چې هند دا ګام په قصدي ډول د پاکستان د کرنیزو فصلونو، په ځانګړي ډول د غنمو فصل ته د زیان رسولو په موخه اخیستی دی.
د راپور له مخې، سمدستي د پنجاب هیډ مراله سیمه کې د اوبو جریان کې لوی بدلون لیدل شوی، چې له امله یې خلک اندېښمن شوي دي.
ورته مهال پاکستاني چارواکو ویلي، هند ممکن خپل د اوبو بندونه تش او وروسته یې د ډکولو په پلمه پاکستان ته روانې اوبه په بشپړ ډول وتړي.
