د صهیونیستي رژیم پوځ ادعا کړې، چې تېره ورځ (چهارشنبه) یې د لبنان پر جنوبي سیمو هوايي بریدونه کړي، چې په ترڅ کې یې د حزبالله دوه غړي وژل شوي دي.
ورته مهال، د یاد رژیم لومړي وزیر ویلي، چې امریکا ورته لبنان کې د پوځي عملیاتو لپاره شین څراغ ورکړی او د حزب الله پر ضد یې د لوی برید پلان چمتو کړی دی.
بلخوا، د لبنان بهرنیو چارو وزیر یوسف رجي ویلي، چې هېواد یې لا هم له اسرائیل سره د جګړې په حالت کې دی او له دغه هېواد سره هر ډول اړیکې منع دي.
نوموړي پر حزب الله هم نیوکې کړي، چې د ایران په اشاره د کورنۍ جګړې ګواښونه کوي.
