د پرځېدلي جمهوري رژیم ځینې چارواکي لا هم هڅه کوي د خپلې تاریخي ناکامۍ مسؤلیت پر نورو واچوي او له مسؤلیت څخه تېښه وکړي. د خوست د پخواني والي حلیم فدايي وروستۍ څرګندونې، چې د افغانستان لپاره د سیمې ولسواک حکومتونه ستراتیژیک فرصتونه ګڼي او د ګاونډيو هېوادونو نظامونه د ستونزو ریښه بولي، د همدې تخیلي تېښتې دوام دی. دا ډول څرګندونې تر ډېره د واقعیت د تشریح پر ځای، د خپل ځان د سپین ښودلو هڅه ده.
بې له شکه، د سیمې ډېری هېوادونه ولسواک نظامونه نه لري، خو دا یوازې د ستونزې یوه څنډه ده، نه ټول هغه واقعیت چې مخالفین یې په ښودلو له تاریخي مسؤلیت څخه تېښته وکړي. اصلي پوښتنه دا ده چې ولې هغه نظام چې شل کاله یې د «ولسواکۍ» تر نامه لاندې واک درلود، ونه توانېد چې خپل ولس قانع کړي، خپل دولت وساتي او رژیم له سقوط نه وژغوري؟ د جمهوریت ړنګېدل د ګاونډیانو د نظامونو مستقیمه پایله نه وه، بلکې د داخلي فساد، بېکفایتۍ، شخصي انحصار او د ولس د ارادې په خلاف اقداماتو منطقي انجام و.
د اشرف غني په مشرۍ جمهوریت د بنسټونو پر ځای پر اشخاصو ولاړ و، تصمیمونه د یوې محدودې کړۍ او درې ګوني مثلث له خوا نیول کېدل، انتقاد دښمني بلل کېده او ملي ګټې د شخصي حسابونو قرباني شوي وې. په داسې شرایطو کې نه پوځ د دفاع اراده لرله، نه ادارو د مقاومت توان درلود او نه ولس د رژیم د ژغورلو انګېزه درلوده. دا هغه واقعیتونه دي چې نن یې پخواني چارواکي له یادولو ډډه او حتی تېښته کوي.
د سیمې هېوادونه خپلې ګټې تعقیبوي؛ دا اوس د سیاست یو نه بدلېدونکی اصل ګرځېدلی دی. خو یوازې هغه هېوادونه د نورو د لاسوهنې قرباني کېږي چې دننه کمزوري وي. یو مشروع، حساب ورکوونکی او ولس محوره نظام کولای شي له هر ډول سیمهییز فشار سره مقابله وکړي. جمهوریت دا ځانګړتیاوې نه لرلې، ځکه خو یې د شل کلنې واکمنۍ، بهرني ملاتړ او زور برسېره سقوط وکړ.
د فدايي او د هغه د سیاسي ملګرو ستونزه دا ده چې لا هم ځانونه د تحلیل او لارښوونې په مقام کې ویني، حال دا چې ولس ترې د ځواب تمه لري، نه د هغه تکراري تېښتې، چې دوی یې له تېرو څه باندې څلورو کلونو راهیسې تکراروي. که ولسواکي رښتینی ارزښت درلود، نو د پرځېدلي جمهوریت چارواکو ولې ولس یوازې پرېښود؟ ولې لوړپوړي چارواکي د نظام له پرځېدو مخکې وتښتېدل؟ دا پوښتنې د سیمې په نظامونو نه، بلکې د جمهوریت په مشرانو او مسؤلانو پورې تړاو لري او هغوی ته ور ګرځي.
تر هغو چې د پرځېدلي جمهوریت چارواکي خپله ناکامي په زغرده ونه مني او ولس ته رښتینی حساب ورنه کړي، پر ګاونډیانو او د سیمې پر رژیمونو نیوکه یوازې د ځان غولونې یوه بله بڼه ګڼلی شو. افغانستان ژمنو چارواکو او مسؤل نظام ته اړتیا درلوده، چې لله الحمد دا اړتیا پوره شوې ده؛ اوس هغه تخیلي شعارونو ته اړتیا نشته چې له مسؤلیت تېښته پکې نغښتې وي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.
