د کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې یې نږدې ۸۰ زره کمرې لگولي دي، چې ورسره د جرمونو په کمېدو او مخنیوي کې خورا اغېزمنې ثابتې شوې.


د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي، د امنیتي کمرو لگول تر دې مهاله ښه ثابت شوي. هم د جرمونو کچه کمه شوې او هم یې د مجرمینو په پېژندلو کې له دوی سره مرسته کړې ده.


دی وايي، تر دې مهاله یې ۸۰ زره کمرې لگولي او په راتلونکي کې غواړي چې دغه لړۍ تر ولایتونو هم ورسوي.


د ده په خبره، په کابل کې امنیتي کمرې د گڼه‌گوڼې په ډکو ځایونو کې لگول شوي، چې ډېره برخه یې مرکزي سیمه ده.
نوموړي همدا راز ویلي، د اختر ورځې په ټول هېواد کې په بشپړ امن سره تېرې شوې او په ټول هېواد کې هېڅ امنیتي پېښه نه ده شوې.


پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنۍ راهیسې په هېواد کې امنیتي حالت ښه شوی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version