شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د روان مالي کال په لومړیو پنځو میاشتو کې له ګاونډیو هېوادونو سره د دغه هېواد سوداګریز کسر له شپږ میلیارده ډالرو اوښتی دی.د افغان حکومت له خوا پاکستاني رژیم سره سوداګریز پرېکون او د لارو بندښت د دغه هېواد د سوداګریز منفي کسر د زیاتېدو مهم عامل یاد شوی.پاکستان کابو دوه میاشتې وړاندې پر ډیورنډ فرضي کرښه پرتې ټرانزیټې لارې وتړلې، چې وروسته یې خلاصون د افغان حکومت له خوا مشروط شو.شنونکي پر دې باور دي، چې د پاکستان اقتصاد د دغه هېواد د پوځي رژیم د سیاستونو، ناکامې رهبرۍ او پراخ مالي فساد له امله د پاشل کېدو له ګواښ سره مخامخ دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسماعیل بقایي: غني شوي یورانیم مونږ ته د خپلې خاورې په څېر ارزښتمن دي او هیڅ ځای ته به ونه لېږدول شي18 اپریل 2026
د ایران د پارلمان مشر، محمد باقر قالیباف: د هرمز تنګي پرانیستل یا تړل کېدل او د هغې لپاره اصول په میدان کې ټاکل کېږي، نه په ټولنیزو رسنیو کې18 اپریل 2026
اتحاد المجاهدین پاکستان ځواک تېرو لسو ورځو کې له ۱۱۰ څخه زياتو پوځیانو ته مرګژوبله اړولې16 اپریل 2026