د لوړو زدهکړو وزارت هغه اوازې رد کړي، چې گوندې هغه استادان منفک شوي چې په بهر کې د ماسټرۍ او دوکتورا په زدهکړو بوخت دي.
له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په ځينو رسنیو کې د لوړو زدهکړو وزارت له لوري بهر ته د تللو استادانو د منفکۍ خبر لاس په لاس کېږي، چې هېڅ حقیقت نه لري. : «البته د هېوادوالو د معلوماتو لپاره باید ووایو، چې د لوړو زدهکړو وزارت رهبري شورا پرېکړه کړې، چې د هغو استادانو خالي بستونه اعلان ته وسپاري، چې د اړوند پوهنتون او وزارت له موافقې پرته بهر ته تللي، د درسي بهیر راپور یې نه راځي او یا یې هم په بهر کې درسي موده پای ته رسېدلې، خو بېرته هېواد ته نه دي راستانه شوي او د پاتې کېدو لپاره کوم معقول عذر هم نه لري.»
د خبرپاڼې له مخې، اوسمهال د هېواد د بېلابېلو پوهنتونونو شاوخوا (۱۴۰۰) استادان په بهر کې په زده کړو بوخت دي او له لوړو زده کړو وزارت سره په اړیکه کې دي، هلته د درس او ژوند اسانتیاوې ورته برابروي او (۴۵۰۰۰۰۰) څلور نیم سوه میلیونه افغانۍ معاشات ورته اجرا کېږي چې یاده بودیجه پخوا بهرنیانو ورکوله او اوس د لوړو زده کړو وزارت له بودیجې څخه ورکول کېږي.
د لوړو زدهکړو وزارت د معلوماتو له مخې، سږ او پرو سږکال گڼشمېر هغه استادان بېرته راستانه شوي، چې د ماسټرۍ او دوکتورا زدهکړې یې پای ته رسېدلي او اوس د هېواد په بېلابېلو پوهنتونونو کې په تدریس بوخت دي.