‏د هېواد د بهرنیو چارو وزیر، مولوي امیر خان متقي د قزاقستان د ولسمشر له ځانګړي استازي، پرکین توکوموف سره کتلي.

بهرنیو چارو وزارت وایي، په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي او اقتصادي همکاریو پر لاپياوړتيا او د سیمې پر وروستي وضعیت خبرې شوې دي.

ښاغلي متقي ویلي، چې ا.ا د ډيپلوماسۍ، تفاهم او متقابل احترام پر بنسټ له ګاونډیو او سیمه‌ییزو هېوادونو سره د مثبتو اړیکو غوښتونکی دی او په دې لړ کې له قزاقستان سره په سیاسي او اقتصادي اړیکو کي د پام وړ پر مختګ شوی.

له بل لوري قزاقستاني استازي د افغانستان رغنده دریځ ستایلی او ډاډ یې ورکړی، چې هېواد به یې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کي لازیاتې همکارۍ ته دوام ورکوي.

نوموړي ټینګار کړی، چې د سیمې ثبات د ټولو ګډ مسؤلیت دی، چې د اعتماد، ښه امنیت او اقتصادي همکاریو له لارې ترلاسه کېږي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version