د لبنان ولسمشر جوزف عون، د پارلمان رئیس نبيه بري او د دغه هېواد لومړي وزیر نواف سلام په یوه ګډه اعلامیه کې د صهیونیستي رژیم لخوا د لبنان اشغال شویو سیمو څخه په بشپړ وتلو ټینګار کړی دی.

همداراز یې ویلي، یاد رژیم باید خپل ځواکونه له هغو سیمو څخه چې له اوږدې مودې راهیسې یې اشغال کړي، وباسي او د لبنان بشپړ حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی وکړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version