‏ارګ کې یوې باخبرې سرچینې رسنیو ته ویلي، چې د پاکستان د لومړي وزیر د مرستیال په مشرۍ یو لوړ پوړی پاکستاني پلاوی د سرپرست حکومت له چارواکو سره د خبرو لپاره کابل ته راځي.

سرچېنې دغه راز ویلي چې په پام کې ده، دواړه لوري به له پاکستانه د افغان کډوالو د ستنېدو پروسې په ګډون پر یو شمېر مهمو موضوعاتو خبرې وکړي.

د معلوماتو له مخې ټاکل شوې کابل ته د پاکستاني پلاوي سفر نن ترسره شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version