د پوهنې وزارت خبر ورکړی، چې د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د لومړیو شپږو میاشتو پر مهال په لوګر ولایت کې د ۱۶۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۱۴ ښوونځیو لپاره مجهزې ودانۍ جوړې شوې دي
وزارت زیاتوي، چې دغه ودانۍ د همکارو بنسټونو په مالي لګښت جوړې شوې، چې په جوړېدو سره یې ۱۲ زره زدهکوونکو ته د زدهکړو مناسب چاپیریال برابر شوی دی.
د یاد وزارت په وینا، تېره یوه میاشت کې د شاوخوا ۴۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۶۱ نورو رغنیزو پروژو چارې هم په دې ولایت کې پیل شوې دي.