د هېواد مالیې وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې له پاکستان سره د سوداګریزو اړیکو پرېکون د هېواد پر سوداګرۍ هیڅ راز منفي اغېز نه دی کړی.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دا مهال د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د افغانستان سوداګري په عادي ډول له کومې ستونزې پرته دوام لري.

د مالیې وزارت زیاته کړې، چې له یاد هېواد سره د سوداګریز پرېکون له امله د ګمرکي محصول په کچه کې هم هیڅ راز کموالی نه دی راغلی او په عادي ډول د هېواد له ګمرکونو د سوداګریزو توکو لېږد رالېږد ترسره کېږي.

مالیې وزارت سوداګرو ته ډاډ ورکړی، چې د پاکستان پر ځای له بدیلو لارو د سوداګرۍ پر مهال به یې بشپړ ملاتړ کېږي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version