پنج شنبه/ د وري ۱۶ مه: د مالیې وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د امیرالمؤمنین حفظه الله په هدایت د دغې لومړۍ حوالې چک د مالیې وزارت د کفیل او مالي معین حاجي عبدالقدیر احمد له لوري لاسلیک او اجرا شو.

خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې یادې حوالې د چک د لاسلیک کولو سره به لومړي قدم کې د حکومتي ادارو د کارمندانو د حمل (وري) مياشتي معاشونه او اړین لګښتونه اجرا شي.

په خبر پاڼه کې زیاته شوې، چې د ملي بوديجې له توشیح وروسته به د ۱۴۰۳ مالي کال د ټولو لګښتونو تأدیات هم په عادي ډول پیل شي.

له دې وړاندې مالیې وزارت خبر کې ویلي و، چې د امير المؤمنین د حکم له مخې به د ټولو دولتي کارمندانو د حمل یا وري میاشتې معاشونه له اختر وړاندې ورکول شي.

په ورته مهال د افغانستان بانک خبر ورکړی، چې د معاشونو د اجرا او اسنادو د طی مراحلو په موخه ټولو بانکونو ته هدایت شوی، چې تر کوچني اختر پورې د جمعې ورځې په ګډون هره ورځ د سهار له اوو د مازیګر تر څلور نیمو بجو پورې خدمات وړاندې کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version