د بلوڅانو د پیوستون کمېټې اعلان کړی چې د بلوڅو د بشري حقونو فعاله، ډاکټره ماهرنګ بلوڅ، د دویم ځل لپاره د نوبل د سولې جایزې ته نومانده شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان پوځي رژیم یوې محکمې تېره اوونۍ هغې ته د عمري بند سزا واوروله.
د بشري حقونو نړیوالو بنسټونو د پوځي رژیم دغه پرېکړه غندلې او ویلي یې دي چې دا د بلوڅو د ولسي غورځنګ د ځپلو هڅه ده.
ماهرنګ بلوڅ د جبري ورکېدنو، بشري حقونو د سرغړونو او د بلوچستان د خلکو د حقونو لپاره د خپلو سولهییزو مبارزو له امله په نړیواله کچه پېژندل شوې ده.


