عبدالله زاهد

افغان – شوروي جګړه. هغه جګړه چې په کې د افغانستان د ولس له منځه راپورته سوي مجاهدين د روسي يرغلګرو او کمونيستانو مقابل کې نهه کاله جګړه وکړه. په دې جګړه کې د اټکل له مخې تر ۲دوه ميليونه پوري افغانان و وژل سول او ميليونونه افغانان له هېواده بهر کډوال سوه؛ په ځانګړې توګه پاکستان و ايران ته؛ دې جګړه کې تقريباً ۵ سلنه له افغان نفوس څخه و وژل سوه، وطن وران او لوټې، لوټې سو چې همدغه د شوروي يرغلګرو سره د افغانانو جګړه او هم زموږ د تباهۍ او هم د روسانو د شوروي اتحاد له منځه تللو او د دغې سړې جګړې د پای ته رسېدو لامل سوه.په ۱۹۷۸ کال کې چې کمونيستانو د ثور کودتاه وکړه او داؤد خان يې سره تر خپلې کورنۍ په ارګ کې شهيد کړ، پر ارګ يې حمله وکړه نو يې د نوې خونړي افغانستان تاداب کښېښود، د داؤد خان وطندوستي او وروسته د ده عقيده بيرته اسلامي کېدل روسانو ته د منلو نه وه، د همدوی له دې جګړې څخه د افغانستان د هر څه تباهي شروع سوه، د وخت ستر پوځ مو د پرديو لاسته ولوېد چې په قراره، قراره د پرديو غلامي کې پسي ختم سو، وروسته يې په افغانستان کې د ځمکې وېش، او د کمونيزم نظريې د پلي کولو هڅه، خانان، سپين ږيري او ځوانانو وژل، له محبسونو څخه سياسي بنديانو ايستل، زرګونه بنديانو اعدامول او نورې ظالمانه کړنې وې چې افغان مسلمان ولس ته د منلو نه وې نو يې د دوی مقابل پاڅون او جهادي مبارزه پيل کړه چې په ۱۹۷۹ کال د اپريل مياشت کې د هېواد اکثريتو علاقو کې د کمونيست نظام په خلاف جهادي مبارزين راپورته سوه. پخپله کمونيستانو کې د پرچمي او خلقي په نامه ژور مخالفتونه هم موجود وه، کله چې نور محمد تره کی د روسانو ناخوښه سو نو روسانو د خپل روزلي او د تره کي په لومړي کس حفيظ الله امين باندې ختم کړ؛ دا چې د روسانو او امين اړيکې ترينګلې سوې او روسانو له دې ويرې چې حفيظ الله امين د امريکا او غرب سره اړيکې ټينګې کړي؛ نو يې د بريژنف تر واکمنۍ لاندي شوروي دولت پرېکړه وکړه چې په ۱۹۷۹ کال د ډسمبر پر ۲۴ مه د خپل پوځ څلوېښتمه لوا (40th Army) د افغانستان پولې ته څېرمه ځای پر ځای کړي، کابل ته د روسانو له رسېدو سره يې کودتاه وکړه او د ګوند عمومي منشي حفيظ الله امين يې و واژه؛ د روسانو ټټو ببرک کارمل يې پر ګدۍ کښېناوه. هغه وو چې نهه کلنې شديدې جګړې، د افغان ولس قربانيو سره د روسانو طاقت او د دوی پوځ د افغان ولس د مبارزې په وړاندي له شرمنده ماتې سره مخ سوه. د ۱۹۸۷ کال په نيمايي کې د شوروي اتحاد کمونيست ګوند مشر مياخيل ګورباچوف اعلان وکړ چې: له افغان حکومت سره له خبرو کولو وروسته د شوروي ځواکونو وتل پيلوي چې د ۱۹۸۸ کال د می په ۱۵ مه يې د خپلو ځواکونو وتل پيل او د ۱۹۸۹ کال د فبروري پر ۱۵ مه چې د ۱۳۷۱ کال د دلوې له ۲۶مې سره سمون خوري پای ته ورسېد او روسي اشغالګر په مکمل ډول له افغانستان څخه و وتل، د افغانانو وينو، زحمتونو او مبارزې رنګ راوړ، کمونيستان يې مجاهدينو ته يواځې پرېښودل چې بيا دغې جګړې تر د داخلي غلامانو (کمونيستانو) سره تر ۱۹۹۲ کال پوري دوام وکړ. دا د هر يرغلګر همدا داستان وي، هغه که ويتنام کې وو، يا افغانستان کې د امريکا د يرغل له ختمېدو سره يې ټاميان يواځې پرېښودل، همدغسي روسي اشغالګرو هم کمونيستان يواځې پرېښودل او دوی ترې لاړه. او د ۱۹۷۱ کال د دلو ۲۶ د افغانستان څخه د يو بل سوپر طاقت د ماتولو او آزادۍ ورځ ثبت سوه، په دې جګړه کې افغانانو ډيرې قربانۍ ورکړې تر څو خپله اسلامي عقيده، افغاني کلتور او د خپلو خلکو دفاع وکړي خو خبره هلته خرابه سوه چې مجاهدين په ټوپک سالارانو بدل سوه، د ولس او شهيدانو وينې يې خرڅې کړې، د واک پر سر يې يو و بل سره جګړې شروع کړې؛ وژنې، قتل عام، جنسي تيري او داسي اعمال يې وکړه چې انسانيت ترې پناه غواړي، او د افغانانو دغه تاريخي جګړه او قربانيو ته يې بد خونده رنګ ورکړ چې همدا د همدې روسانو هدف هم وو چې زموږ له تګ وروسته چې کمونيست نظام ړنګ سي نه بايد مجاهدين يو مرکزي، آزاد او خپلواکه حکومت ولري او بل طرف امريکا او نور هغوی چې د مجاهدينو مرسته يې د جهاد دوران کې کوله هم يې نه سوای برداشت کولای چې يو مرکزي او طاقتوره اسلامي نظام افغانستان کې راسي ځکه يو طرف غرب او بل طرف روسانو د خپل نفوذ په ذريعه مجاهدينو کې نفاق جوړ کړ او وطن و کابل يې پرې لوټې، لوټې کړ. کمونيستان پرې ګډ سوه، پاکستاني جاسوسانو او د دوی خپلو مشرانو کې مشکلات وه چې د افغانانو د بربادۍ او د شهيدانو پر ارمانونو خاورې واړولې. شمالي ټلواله، حزب وحدت، حزب اسلامي او….. ډلې او د دوی مشرانو جنايتونه حد ته و رسېدل چې د ولس له منځه د طالب په نامه يو تحريک راپورته سو او دغه ټوپک سالاران يې سره ټول کړه.يوه خبره ياد ساتئ! چې موږ افغانان آزادۍ اخيستلو کې امپراتوريو ته غاښ ماتوونکي ځواب ورکولو کې غښتلي يو، د سرونو قربانۍ ته هر وخت تيار يو تر څو د وطن او اسلام دفاع وکړو اما وروسته تر آزادۍ اخيستلو بيا د آزادۍ ساتلو نه يو، يو و بل نه منو او د غرور پر ګدۍ کښېنو، بيخي ولس په سترګو نه وينو؛ د پرديو جاسوسان راباندي زورور سي، و مو غولوي او پر ځای د دې چې آزادي وساتو بلکې راڅخه خرابه سي او بل يرغل ته لاره هواره کړو. اوس هم د امريکا د شل کلن يرغل له خاتمې سره د نړۍ استخباراتو ډېره هڅه وکړه چې دغسي امن را نه سي، دغه آزادي راته خرابه کړي او په داخلي جنګونو افغانان واوړي خو لله الحمد چې د مشرانو د بريالي سياست په ذريعه د دوی دسيسې شنډې سوې او د محترم اميرالمؤمنين د فرمان په اساس عمومي عفوه وسوه؛ او هم هغه زاړه کارمندان او کاريګر خلکو ته د خدمت زمينه برابره او له دندو نه دي شړل سوي؛ چې دې کار د افغانستان پر دښمنانو سخت اور بل کړ او د طالبانو مخالف ډلو ټپلو روزنو ته يې اوږه ورکړه تر څو دلته امن همېشنی نه سي، د دې لپاره د زاړه حکومت د خلکو روزنې ته يې اوږه ورکړه، د شمالي ټلوالې او داعش خراسان روزلو ته يې اوږه ورکړې خو دا ځلي به ان شاءالله د شهيدانو او افغانانو په وينه اخيستل سوې آزادي ساتو او د پرديو هر شوم پلان او دسيسه به له منځه وړو، نور به افغانستان د پرديو استخباراتي جګړو مرکز نه وي، د يوه آزاد، آباد او تلپاته سولييز افغانستان په هيله.پای

ځواب پریږدئ

Exit mobile version