شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp د افغان حکومت ویاند، مولوي ذبیحالله مجاهد وایي، چې تېر کال له بهرنیو هېوادونو دوه میلیونه او ۸۰۰ زره افغان کډوال بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.نوموړي زیاته کړې، چې د افغان حکومت له خوا د کډوالو د بېرته ستنېدو بهیر په منظم او ښه ډول مدیریت شوی دی.د ښاغلي مجاهد په خبره، راستنو شویو کورنیو ته لومړني خدمات وړاندې شوي او دا مهال ورته د استوګنې ښارګوټي د وېش په حال کې دي.
د سترې محکمې رئیس او قاضي القضات، شیخ عبدالحکیم حقاني: له قاضیانو غواړو، چې خپلې دندې په اخلاص، امانتدارۍ او له مراجعینو سره په ښه چلند ترسره کړي22 جولای 2026