د میدان وردګ ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو وزارت محتسبینو د سیمې د امنیتي ځواکونو په همغږۍ د ځایي اوسېدونکو له شکایت وروسته یو تن ماهر کوډګر له سحري کتابونو او غیر شرعي تعویذونو سره یوځای نیولی دی.
د امر بالمعروف نهې، عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د محتسبینو له قوله ویلي، چې یاد کوډګر په غیر شرعي کړنو بوخت و او د ګڼو کورنیو ترمنځ د نفاق او ستونزو لامل ګرځېدلی و.
د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو ټینګار کړی چې هېچا ته به اجازه ورنه کړي، څو په ټولنه کې غیر شرعي کړنې ترسره کړي او له خلکو غواړي چې د ورته شومو پدیدو په له منځه وړلو کې ورسره همکاري وکړي.
د ویلو ده، چې تر دې وړاندې هم په بېلابېلو ولایتونو کې د یاد وزارت د محتسبینو له لوري ګڼ شمېر کوډګر له ثبوتونو سره نیول شوي او اړوندو ارګانونو ته سپارل شوي دي.